نړۍ

ترکیه: له سعودي عربستان او پاکستان سره به پوځي او سیاسي همغږي پیاوړې کړو

ترکیه وايي، له سعودي عربستان او پاکستان سره د ګډ دفاعي تړون له لاسلیک وروسته به درې واړه هېوادونه د سیاسي او پوځي همغږۍ لپاره ګډ میکانیزمونه رامنځته کړي.

د ترکیې دفاع وزارت ویلي، په دغو میکانیزمونو کې به د درې واړو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیران او لوړپوړي پوځي قوماندانان شامل وي.

د وزارت په وینا، درې واړه هېوادونه د ګډو پوځي تمرینونو د ترسره کولو پلان هم لري او دفاعي همکاریو کېدای شي د دفاعي تجهیزاتو ګډ تولید او د ټکنالوژۍ لېږد هم شامل شي.

ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان تېره اوونۍ د مکې تړون لاسلیک کړ. د تړون له مخې، پر یوه غړي هر ډول وسله‌وال برید به پر ټولو غړو د برید په توګه ګڼل کېږي.

ترکي چارواکو ټینګار کړی، چې دغه تړون دفاعي بڼه لري، د کوم ځانګړي هېواد یا لوري پر ضد نه دی او د سیمې نورو هېوادونو ته هم د ګډون لپاره پرانیستی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *