افغانستان

ایران او افغانستان د هرات ـ مزارشریف د اورګاډي پټلۍ د جوړولو پروژه پیلوي

د ایران د اورګاډي شرکت مشر جبارعلي ذاکري وایي، ایران او افغانستان د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو په چوکاټ کې د هرات ـ مزارشریف د شاوخوا ۸۰۰ کیلومتره اوږدې اورګاډي پټلۍ د جوړولو پروژه پیلوي.

ذاکري له اېلنا خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي، دغه پروژه به د «پټلۍ د کانونو په بدل کې» د همکارۍ له لارې عملي کېږي؛ چې له مخې به یې ایراني شرکتونه د افغانستان د کانونو په پراختیا او پانګونه کې د ګډون په بدل کې د اورګاډي زېربناوې جوړې کړي.

هغه ویلي، د دې پټلۍ بشپړېدل به د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري او ترانزیټ اسانه کړي او په راتلونکې کې به افغانستان د سیمې له اورګاډي شبکو او چین سره ونښلوي.

ذاکري ټینګار کړی، چې دغه پروژه به د ایران د نړیوالو ترانزیټي دهلېزونو رول پیاوړی کړي او د منځنۍ اسیا، چین او ازادو اوبو بازارونو ته به نوې لارې پرانیزي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *