آمو لوبډلې د چهارشنبې په ورځ د خوست رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د شپږیزه کرکټ لیګ په پایلوبه کې سپینغر لوبډلې ته په اوو وېکټو ماتې ورکړه او د دې سیالیو درېیمه پرلهپسې اتلولي یې خپله کړه.
سپینغر د پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پرېکړه وکړه او د خپلې پاڼۍ په وروستي اوور کې د ۱۶۶ منډو په جوړولو ټول لوبغاړي وسوځېدل. د دغې لوبډلې لپاره عصمت عالم ۶۷، راشد خان ۲۷ او لوبډلمشر دروېش رسولي ۲۰ منډې وکړې.
د امو له لوري فضلالحق فاروقي، ګلبدین نایب، قیس احمد او عبدالله احمدزي دوه ـ دوه، او یمین احمدزي یوه وېکټه واخیسته.
د ۱۶۷ منډو هدف په تعقیب، آمو په ۱۶.۱ اوورونو کې د درېیو وېکټو په زیان هدف پوره کړ او د اوو وېکټو په توپیر یې بریا خپله کړه. د امو لپاره عمران میر ۷۷ او د حسن عیسیخېل ۶۳ منډو د بریا مهمه ونډه لرله.
په دې بریا سره آمو د شپږیزې کرکټ لیګ د نهم، لسم او یوولسم پړاوونو اتلولي پرلهپسې وګټله.
