ملګري ملتونه وایي، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د فرضي کرښې په اوږدو کې د تاوتریخوالي له امله لږ تر لږه ۳۷۲ افغان ملکي وګړي شهیدان شوي او ۳۹۷ نور ټپیان شوي دي.
د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل تازه رپوټ کې ویلي، چې دا شمېرې د درې بېلابېلو خپلواکو سرچینو له تأیید وروسته خپرې شوې دي او دا د ۲۰۱۱ کال راهیسې د ورته مودې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.
په شهیدانو شویو کسانو کې ۱۳ ښځې، ۴۶ ماشومان (۳۱ هلکان او ۱۶ نجونې) او ۳۱۳ نارینه شامل دي. رپوټ زیاتوي، چې د تلفاتو لویه برخه د مارچ په ۱۶مه د کابل د نشه يي توکو د درملنې پر یوه مرکز د هوايي بریدونو له امله رامنځته شوې، چې یوازې نارینه ناروغان پکې بستر وو.
په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۶۹ کسان شهیدان شوي او ۱۲۲ ټپیان شوي، خو د ملګرو ملتونو په وینا، ښايي اصلي شمېر تر دې هم لوړ وي، ځکه ډېری شهیدان د سختو سوځېدنو له امله نه پېژندل کېدل.
رپوټ د ملکي تلفاتو اصلي لامل هوايي بریدونه (۶۴ سلنه) بللي، او پاتې پېښې د فرضي توپچي ډزو او یوه هدفي وژنې له امله رامنځته شوې دي.
ملګري ملتونه له دواړو لورو غوښتي، چې نړۍ وال بشري قوانین مراعت کړي او د ملکي سیمو، روغتیايي مرکزونو او غیرنظامي کسانو له هدف ګرځولو ډډه وکړي.
په وروستیو کې د چین په منځګړیتوب له خبرو وروسته افغانستان او پاکستان د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه کړې، خو رپوټونه ښيي چې ځینې نښتې لا هم دوام لري، چې وروستۍ پېښه یې د اپرېل په ۲۷مه د کونړ ولایت په اسعدآباد کې د یوه پوهنتون پر ودانۍ د توغندیو برید و، چې پکې ۷ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۸۵ ټپیان شوي دي.
