سیاست نړۍ

زلمی خلیلزاد: چین به د امریکا د ایران په جګړه کې مرسته ونه کړي

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې چین به هېڅکله د متحده ایالات د بریا لپاره د ایران په کړکېچ کې مرسته ونه کړي.

هغه په خپل تازه بیان کې ویلي، چې د چین لپاره تر ټولو مهم هدف له امریکا سره د نړۍ وال نفوذ سیالي ده او د همدې لید له مخې بېجینګ د هرې نړۍ والې مسئلې په اړه خپل دریځ ټاکي.

خلیلزاد زیاتوي، چې د امریکا او ایران ترمنځ شخړه د چین له نظره داسې یوه کړکۍ ده، چې پکې واشنګټن په اوږدمهاله جګړه کې ښکېل ساتل کېدای شي، څو یې پوځي ځواک، اقتصادي توان او نړۍ وال اعتبار کمزوری شي.

هغه ټینګار کړی، چې حتی که د انرژۍ د بیو لوړوالی د چین لپاره زیانمن وي، بیا هم دا د دې لپاره کافي دلیل نه دی چې بېجینګ د امریکا بریا وغواړي یا د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د واشنګټن په ګټه مرسته وکړي.

خلیلزاد ویلي، چین ممکن د امریکا له سفرونو او لوړو دیپلوماتیکو غونډو پر مهال نرم او همکار ښکاره شي، خو په عمل کې به د امریکا په ګټه د شخړې د حل ژمنه رښتینې نه وي.

هغه خبرداری ورکړی، چې باید د چین د ژمنو په اړه بې احتیاطي ونه شي او د بېجینګ اصلي ستراتیژیک هدف باید په پام کې ونیول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *