پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې له افغانستان سره د سوداګرۍ ځنډ او د ترانزیټي لارو بندښت د پاکستان اقتصاد ته دروند ګوزار ورکړی او د دغه هېواد د امو صادرات یې له جدي بحران سره مخ کړي دي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان د امو تولید چې په تېرو کلونو کې ۱.۸ میلیونه ټنو ته رسېده، سږ کال ښايي ۱.۵ میلیونه ټنو ته راکم شي. دا ۲۰ سلنه کموالی د پاکستان د کرنیز سکتور لپاره ستر اقتصادي زیان بلل کېږي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې لیکلي، چې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل کېدو ترڅنګ، په فارس خلیج کې کړکېچ او د هرمز تنګي شاوخوا ګډوډیو د ترانسپورټ لګښتونه لوړ کړي، چې له امله یې د پاکستان د امو صادرات له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.
پاکستاني رسنیو تر دې وړاندې هم اعتراف کړی و، چې پاکستان ته د افغانستان د پنبې صادراتو له بندېدو وروسته د دغه هېواد د نساجۍ صنعت سخت زیان لیدلی او ګڼې فابریکې د تړل کېدو او اقتصادي سقوط له ګواښ سره مخ شوې دي.
شنونکي وایي، د افغانستان له بازار او خامو موادو بېبرخې کېدل د پاکستان پر اقتصاد مستقیم منفي اغېز کړی او د دغه هېواد ګڼ تولیدي او صادراتي سکتورونه یې له سخت فشار سره مخ کړي دي.
