اسلاماباد کې د افغانستان پخواني سفیر مشعل ویلي، چې د مخکیني ولسمشر اشرف غني په اړه د فساد تورونه ناسم او د هغه په حق کې ظلم دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو څلورو لسیزو کې افغانستان ته د سیاسي فساد رېښې د بهرنیو لاسوهنو له لارې غځېدلې وې او ځینو سفارتونو د سیاسي او ټولنیز مهندسي لپاره دا فساد کاراوه.
مشعل همداراز د پخواني امریکايي ډیپلوماټ زلمي خلیلزاد ته په اشارې ویلي، چې که څه هم له غني سره یې اختلافات لرل، خو د هغه وطنپالنه، تدبیر او د هېواد د بقا لپاره پلان باید هېر نه شي.
هغه ادعا کړې، چې غني افغانستان د داخلي جګړې له پراخېدو ژغورلی او د هېواد د بدلون لپاره یې مهم تصمیمونه لرل.
مشعل ټینګار کړی، چې افغان ولس باید د خپل راتلونکي په اړه پرېکړې د بهرنیو روایتونو پر بنسټ ونه کړي، بلکې د خپلو مشرانو واقعي نقش ته وګوري.
