په پاکستان کې د جرمني سفیرې اینا لِپل د جمعې په ورځ (د مې ۱) په خپل ایکسپاڼه لیکلي، د افغانانو لپاره د جرمني د ویزې د انلاین غوښتنې بهیر به د ۲۰۲۶ کال د جون له لومړۍ نېټې پیل شي.
هغې په خپله اېکسپاڼه لیکلي، له دې وروسته به په پاکستان کې مېشت افغانان وکولی شي د تحصیلي او کاري ویزو غوښتنلیکونه په انلاین ډول ثبت کړي.
د نوموړې په وینا، غوښتونکي دې د خپلو اسنادو او غوښتنلیکونو د چمتو کولو لپاره چمتووالی ونیسي او نور معلومات د جرمني د قونسلګرۍ له خدماتو ترلاسه کړي.
