افغانستان

ریچارډ بېنټ وایي: په افغانستان کې دې نیول شوي خبریالان ژر تر ژره خوشې شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر له طالبانو حکومت څخه غوښتنه کړې، چې نیول شوي خبریالان دې بې له کوم شرطه ژر تر ژره خوشې کړي. دغه دفتر ټینګار کړی، چې د رسنیو ازادي د بشري حقونو له اساسي اصولو څخه ده او باید په ټولو حالاتو کې خوندي وساتل شي.

په همدې تړاو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي، چې ټول نیول شوي خبریالان دې سمدستي او بې له شرطه خوشې کړل شي.

ملګري ملتونه وایي، چې د خپلواکو رسنیو ملاتړ او د افغان خبریالانو خوندیتوب د هېواد د روښانه راتلونکي لپاره حیاتي اهمیت لري.

بل لور ته د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ او د رسنیو د ازادۍ د رعایت ادعا کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *