په افغانستان کې د نجونو پر منځنیو او لوړو زدهکړو د محدودیتونو له دوام سره سره، ګڼې افغانې نجونې د خصوصي کورسونو، غیررسمي ټولګیو او انلاین زدهکړو له لارې خپلو زدهکړو ته دوام ورکوي.
د یونسکو او یونیسف د ګډ راپور له مخې، په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون او ۴۰۰ زره نجونې له زدهکړو محرومې دي او د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو حضور صفر ته رسېدلی دی.
یونیسف خبرداری ورکړی، که دغه محدودیتونه تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له زدهکړو د محرومو نجونو شمېر به څلورو میلیونو ته ورسېږي او افغانستان به د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له جدي کمښت سره مخ شي.
بلخوا یونسکو وايي، انلاین او غیررسمي زدهکړې د ښوونځیو او پوهنتونونو د حضوري زدهکړو بدیل نهشي کېدای او د نجونو د زدهکړو حق باید له هر ډول شرط پرته بېرته ورکړل شي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د علم د نړۍوالې ورځې په مناسبت د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو لخوا د نجونو تر شپږم ټولګي پورته پر زده کړو بندیز په کور دننه او بهر په لویه کچه غندل شوی دی.
