افغانستان

یونیسف: په افغانستان کې ۱.۴ میلیونه نجونې له زده‌کړو محرومې دي.

په افغانستان کې د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو د محدودیتونو له دوام سره سره، ګڼې افغانې نجونې د خصوصي کورسونو، غیررسمي ټولګیو او انلاین زده‌کړو له لارې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي.

د یونسکو او یونیسف د ګډ راپور له مخې، په افغانستان کې شاوخوا یو میلیون او ۴۰۰ زره نجونې له زده‌کړو محرومې دي او د هېواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو حضور صفر ته رسېدلی دی.

یونیسف خبرداری ورکړی، که دغه محدودیتونه تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له زده‌کړو د محرومو نجونو شمېر به څلورو میلیونو ته ورسېږي او افغانستان به د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو له جدي کمښت سره مخ شي.

بلخوا یونسکو وايي، انلاین او غیررسمي زده‌کړې د ښوونځیو او پوهنتونونو د حضوري زده‌کړو بدیل نه‌شي کېدای او د نجونو د زده‌کړو حق باید له هر ډول شرط پرته بېرته ورکړل شي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د علم د نړۍوالې ورځې په مناسبت د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو لخوا د نجونو تر شپږم ټولګي پورته پر زده کړو بندیز په کور دننه او بهر په لویه کچه غندل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *