افغانستان

یونسکو: په افغانستان کې پر زده‌کړو بندیز دغه هېواد له مسلکي کادرونو بې برخې کوي

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري اداره (یونسکو) وایي، که په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیز دوام وکړي، دغه هېواد به د ښوونکو، روغتیايي کارکوونکو او نورو مسلکي کسانو له یوه نسله به بې‌برخې شي.

د یونسکو د بېړنیو حالاتو د ښوونې او روزنې د پروګرام همغږې کوونکې هودا جابریان ویلي، چې افغانستان د زده‌کړو د یوه بل نسل د له لاسه ورکولو توان نه‌لري او لازمه ده، چې نجونې او ښځې بېرته ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تګ اجازه ولري.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، اوس‌مهال په افغانستان کې شاوخوا ۲.۴ میلیونه نجونې له منځنیو زده‌کړو بې‌برخې دي او په ۲۰۲۶ کال کې هېڅ نجلۍ پوهنتونونو ته نه‌ده داخله شوې.

یونسکو وایي، د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانیستل باید لومړیتوب ولري. په وینا یې د زده‌کړو بدیلې لارې د رسمي ښوونځیو ځای نه شي ډکولی.

پر افغانستان د طالبانو حکومت د بیا واکمنېدو شاوخوا پنځه کاله کېږي، خو دوی لاهم په هېواد کې د نجونو د زده‌کړو د بیا پرانیستلو لپاره روښانه تګلاره نه لري او د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر یې د دویم امر پورې پر پوښتنې کولو هم بندیز لګولی دی.

د نجونو پر زده کړو د طالبانو حکومت بندیز په کور دننه او بهر په لویه کچه غندل شوی او د طالبانو حکومت څخه یې د ژر تر ژره بیا پیل غوښتنه کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *