نړۍ

په امریکا کې د الوتنو سراسري ځنډول لغوه شول

د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې په دغه هېواد کې د الوتنو د سراسري ځنډولو امر له څه باندې څلورو ساعتونو وروسته لغوه کړی، خو د الوتنو د عادي کېدو بهیر به وخت ونیسي.

د امریکا د ترانسپورټ وزیر شان ډافي ویلي، د مخابراتي اړیکو او هوايي ټرافیک د کنټرول په سیسټم کې ګډوډۍ له امله زرګونه الوتنې ځنډېدلې یا لغو شوې او لسګونه زره مسافر بند پاتې دي.

د راپورونو له مخې، د جمعې په ورځ یوازې په امریکا کې څه باندې ۴ زره او ۴۰۰ الوتنې لغو او تر ۱۰ زرو ډېرې نورې ځنډېدلې دي. په نړیواله کچه هم له ۵ زرو ډېرې الوتنې لغوه او څه باندې ۲۶ زره نورې ځنډېدلې دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د الوتنو د ګډوډۍ لامل ښايي د هوايي چلند په سیسټم کې زاړه او خراب تجهیزات وي او د سایبري برید یا مصنوعي ځیرکتیا له امله نه‌ښکاري رامنځته شوې وي.

د امریکا د کورني امنیت وزیر مارک‌وین مولین هم ویلي، په دې پېښه کې سایبري برید نه‌دی شوی او د ستونزې د حل هڅې روانې دي.

د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې دغه اقدام د دغه هېواد په معاصر تاریخ کې د الوتنو درېیمه سراسري درېدنه بلل شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *