Home Uncategorized یوسفزی: افغانستان او پاکستان په ارومچي کې د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې بیا پیلوي
Uncategorized

یوسفزی: افغانستان او پاکستان په ارومچي کې د چین په منځګړیتوب د سولې خبرې بیا پیلوي

افغان ژورنالېست سمیع یوسفزي پر اېکس لیکلي، چې په اسلام‌اباد کې د ډیپلوماتیکو سرچینو په وینا، افغانستان او پاکستان به سبا د چین په ارومچي ښار کې د سولې مهمې خبرې بیا پیل کړي.

د هغه په خبره، دا غونډه د چین د دیپلوماتیکو هڅو په پایله کې جوړېږي او هدف یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو ستونزو او تاوتریخوالي کمول دي.

هغه زیاته کړې ده، چې ټاکل شوې په دې ناسته کې د دواړو لورو امنیتي، دفاعي او بهرنیو چارو چارواکي ګډون وکړي او د تېرې مودې د خبرو پرمختګونه به هم وڅېړل شي.

سمیع یوسفزی زیاته کړې، چې چین هڅه کوي د دواړو لورو ترمنځ د باور فضا رامنځته او د شخړو د حل لپاره یو عملي میکانیزم وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version