مشال راډیو اعلان کړی، چې د سختو مالي ستونزو له امله یې د ۲۰۲۶م کال د مارچ له ۳۱مې نېټې څخه خپلې راډیويي خپرونې، وېبپاڼه او د ټولنیزو شبکو فعالیتونه بند کړي دي.
یادې راډیو چې په ۲۰۱۰م کال کې یې خپرونې پیل کړې وې، د ازادې اروپا راډیو د پښتو څانګې په توګه فعالیت درلود او د سیمې خلکو ته یې بې پرې او مسلکي معلومات وړاندې کول.
د راډیو چارواکو ویلي، چې وېبپاڼه به له دې وروسته د ارشیف په توګه فعاله وي او ټول پخواني مطالب به پکې خوندي پاتې شي.
