Home افغانستان کرزی: ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي
افغانستان

کرزی: ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې افغان نجونې باید د هلکانو ترڅنګ پیاوړې شي او له ټولو ښوونیزو فرصتونو برخمنې وي.

کرزي په خپل پیغام کې ویلي، د نجونو نړۍواله ورځ نړۍواله ټولنه د نجونو پر وړاندې د درنو مسؤلیتونو متوجه کوي او له ټولو یې غوښتي، چې د نجونو پیاوړتیا له پامه ونه غورځوي.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان د ودې او پرمختګ لپاره باید تر هر څه ډېر د نجونو پیاوړتیا ته پاملرنه وکړي او دا هغه مهال شونې ده، چې نجونې له ټولو ښوونیزو فرصتونو برخمنې شي او د لوړو علمي زده‌کړو له بشپړولو وروسته د خپل ولس او هېواد خدمت وکړي.

حامد کرزي هیله څرګنده کړې، چې ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي، څو هغوی د خپلې پوهې، تخصص او مهارتونو له لارې د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي او په نړیواله کچه د افغانستان د ویاړ لامل شي.

نوموړي همداراز ویلي، د افغانستان خلک د خپل لرغوني کلتور او د ښځو او نجونو د درناوي له مخې، په کورنیو او نړۍوالو غونډو کې د هغوی د مقام، بریاوو او مېړانې یادونه په ویاړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version