Home نړۍ د ټرمپ د خبري پوښښ د ځنډولو له امله د امریکا عدلیې وزارت د پنځو ټلوېزیوني شبکو پر ضد څېړنې پیل کړې
نړۍ

د ټرمپ د خبري پوښښ د ځنډولو له امله د امریکا عدلیې وزارت د پنځو ټلوېزیوني شبکو پر ضد څېړنې پیل کړې

US President Donald Trump speaks with media before boarding Marine One as he travels to Grand Island, Nebraska, on the South Lawn of the White House in Washington, D.C., US, October 5, 2026. REUTERS/Eric Lee TPX IMAGES OF THE DAY

د امریکا د عدلیې وزارت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبري پوښښ د ځنډولو له امله د پنځو مشهورو امریکايي ټلوېزیوني شبکو، اې‌بي‌سي، سي‌بي‌اېس، سي‌اېن‌اېن، اېن‌بي‌سي او فاکس نیوز، پر ضد د څېړنو د پیل خبر ورکړی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت ویاندې ایملي کانویګټن، د شنبې په ورځ ویلي، چې دغه وزارت څېړي، ایا یادو رسنیو د ولسمشر ټرمپ د خبري پوښښ د ګډ ځنډولو له امله د فدرالي انحصار ضد قوانینو سرغړونه کړې ده که نه.

نوموړې ویلي، د سوداګریزو سیالانو ترمنځ ګډ بایکاټ کولای شي د امریکا د شرمن قانون نقض کړي. هغې زیاته کړې، چې د عدلیې وزارت د انحصار ضد څانګه یوازې د دې معلومولو لپاره څېړنې کوي، چې ایا یادو رسنیو د انحصار ضد قوانین تر پښو لاندې کړي دي که نه.

دا څېړنې د ټرمپ د ادارې او د امریکا د لویو رسنیو ترمنځ د روانو اختلافونو په لړ کې ترسره کېږي. ټرمپ څو ځله اصلي رسنۍ په جعلي خبرونو تورنې کړې او له خبریالانو سره یې د مطبوعاتي غونډو پر مهال لفظي شخړې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا د پنځو ټلوېزیوني شبکو خبریالانو تېره میاشت وروسته له هغه د ولسمشر خبري پوښښ وځنډاوه، چې سپینې ماڼۍ د سي‌اېن‌اېن، اېم‌اېس ناو او پولیټیکو د خبریالانو د سپینې ماڼۍ د خبري پوښښ اسناد لغوه کړل.

سپینې ماڼۍ د سپټمبر په ۱۹مه ویلي وو، چې د ولسمشر پوښښ امتیاز دی، نه حق. دغو رسنیو وروسته د ټرمپ د ادارې پر ضد دعوه ثبت کړه او ویې ویل، چې د خبریالانو له خبري پوښښ څخه محرومول د امریکا د اساسي قانون د لومړي تعدیل خلاف عمل دی او د سپینې ماڼۍ د غچ اخیستنې څرګندونه کوي.

سي‌اېن‌اېن د هغو پنځو رسنیو له ډلې ده، چې له اې‌بي‌سي، سي‌بي‌اېس، اېن‌بي‌سي او فاکس نیوز سره یوځای د سپینې ماڼۍ د ټلوېزیوني خبري پوښښ اصلي ډله جوړوي. دغه رسنۍ په ګډه د ولسمشر د رسمي سفرونو او نورو مراسمو ویډیويي راپورونه چمتو کوي او له نورو رسنیو سره یې شریکوي.

د سپینې ماڼۍ د پرېکړې په غبرګون کې ټولو پنځو ټلوېزیوني شبکو، د فاکس نیوز په ګډون، د ولسمشر خبري پوښښ وځنډاوه او د بدیل پوښښ له برابرولو یې هم ډډه وکړه.

سپینې ماڼۍ د سپټمبر په ۲۴مه، وروسته له هغه د خبریالانو اسناد بېرته فعال کړل، چې د امریکا فدرالي قاضي، تیموتي کېلي، د لاسرسي بندیز احتمالي غیرقانوني وباله او ادارې ته یې امر وکړ، چې د خبریالانو لاسرسی سمدستي بېرته ورغوي.

خو له دې سره سره، د ولسمشر په ځانګړو مراسمو کې د خبریالانو د ګډون او د خبري پوښښ د دندو پر سر اختلافونه دوام لري.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د امریکا د څانګې مشر، جوز زامورا، د شنبې په ورځ د رسنیو پر ضد د څېړنو پر پرېکړې نیوکه وکړه.

هغه پر اېکس ټولنیزې شبکې لیکلي، چې حکومت باید د مطبوعاتي لاسرسي د دفاع کوونکو رسنیو د وېرولو لپاره د انحصار ضد څېړنو څخه ګټه وانخلي.

زامورا زیاته کړې، چې معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي حق د خبریالانو له لاسرسي سره تړلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version