Home ځانګړي خپرونې په پښتونخوا کې بېړنی حالت؛ تحریک انصاف یې مخالفت وکړ
ځانګړي خپرونې سیاست

په پښتونخوا کې بېړنی حالت؛ تحریک انصاف یې مخالفت وکړ

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په پښتونخوا کې د بېړني حالت د نافذولو منظوري ورکړې ده. د دې پرېکړې له مخې، په دغه ایالت کې به د بېړني حالت د تطبیق لپاره اقدامات پیل شي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د پاکستان د کورنیو چارو فدرالي وزیر محسن نقوي او د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چوهدري د بېړني حالت په اړه د کابینې وړاندیز ولسمشرۍ ماڼۍ ته سپارلی و.

تر دې مخکې، د پاکستان فدرالي کابینې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ په اسلام‌اباد کې په غونډه کې په پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه بحث کړی و.

د کابینې په اعلامیه کې ویل شوي وو، چې په دغه ایالت کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د صوبایي حکومت د ادعا شوې قصدي بې‌پروايۍ او نه همکارۍ له امله د بېړني حالت د اعلان اړتیا رامنځته شوې ده.

د پاکستان فدرالي حکومت د اساسي قانون د ۲۳۲مې او ۲۳۴مې مادې له مخې په پښتونخوا کې د بېړني حالت د نافذولو وړاندیز کړی و.

د پاکستان فدرالي حکومت ډاکټر محمد فخر عالم عرفان د پښتونخوا د نوي لوړپوړي اداري مسؤول په توګه ټاکلی دی. د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، نوموړی به تر بلې خبرتیا پورې په دې دنده کې پاتې شي.

په ورته وخت کې، د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر په پښتونخوا کې د بېړني حالت د نافذولو پرېکړه غندلې او په کلکه یې رد کړې ده.

نوموړي پر ټولنیزو رسنیو په خپره کړې اعلامیه کې دا پرېکړه یوه جدي سیاسي تېروتنه او غیرډیموکراتیک اقدام بللی او ویلي یې دي، چې د پښتونخوا خلکو سیاسي واک د هغوی اساسي او قانوني حق دی.

ګوهر زیاته کړې، چې د خلکو د ارادې له پامه غورځول، د ایالت خپلواکي کمزورې کول او د فدرالي او صوبایي حکومتونو ترمنځ د ټکر رامنځته کول نه شي کولای سوله او ثبات تأمین کړي.

د تحریک انصاف مشر ټینګار کړی، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر اړتیا اختلاف نشته، خو د ده په وینا، له دې مبارزې څخه باید د خلکو د غږ د غلي کولو، سیاسي موخو ته د رسېدو یا د صوبې د اساسي قانوني واکونو د محدودولو لپاره د پلمې په توګه کار وانخیستل شي.

نوموړي ویلي، د ترهګرۍ پر وړاندې اغېزمنه مبارزه ملي یووالي، ګډې ستراتیژۍ او همغږۍ ته اړتیا لري او د ستونزو حل باید د سیاسي خبرو اترو، د اساسي قانون د حاکمیت او عملي اقداماتو له لارې وموندل شي.

د پاکستان اساسي قانون څه وايي؟

د پاکستان د اساسي قانون د ۲۳۲مې مادې له مخې، د جګړې، بهرني یرغل یا داخلي ګډوډۍ له امله د هېواد یا یوې برخې امنیت ته د جدي خطر په صورت کې بېړنی حالت اعلانېدای شي.

د اساسي قانون د ۲۳۴مې مادې له مخې، که د یوې صوبې حکومت د اساسي قانون له مخې خپلې چارې پر مخ نه شي وړلای، د دغه وضعیت د حل لپاره ځانګړي اساسي اقدامات ترسره کېدای شي. دا ډول اقدامات په عامه اصطلاح کې د ګورنر راج په نوم هم یادېږي.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، په پښتونخوا کې د بېړني حالت اعلان سره سم، پاکستاني ځواکونو سهيل افریدي هم نیولی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version