افغانستان

کابل کې د “امید” درملنې پر مرکز هوايي برید؛ د بشري حقونو څار یې احتمالي جنګي جرم بولي

بشري حقونو څار سازمان ویلي، چې د ۲۰۲۶م کال د مارچ په ۱۶مه د پاکستان له لوري د کابل په ختیځ کې د “امید” د نشه‌یي توکو د درملنې پر مرکز هوايي برید، ښايي ناقانونه او د جنګي جرم په کټګورۍ کې راشي.

د راپور له مخې، په دې برید کې په سلګونه کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ زیات ټپیان دي، چې ډېری یې ناروغان وو. د سازمان په وینا، د پېښې پر مهال ویل کېږي، چې سلګونه ناروغان د روژه ماتي لپاره په یوه تالار کې راټول شوي وو.

د مرکز کارکوونکو هم ویلي، چې درې مهمې ودانۍ، د خوړو تالار، د ناروغانو استوګنځای او د ساتونکو کوټه په نښه شوې دي.

د یاد سازمان په راپور کې راغلي، چې د سپوږمکۍ انځورونه هم د پراخې ویجاړۍ پخلی کوي.

د بشري حقونو څار سازمان ټینګار کوي، چې تر اوسه داسې شواهد نه دي موندل شوي چې دا مرکز دې پوځي کارېدنه لرله، او د نړۍوالو قوانینو له مخې روغتیايي مرکزونه ځانګړې ساتنه لري.

یاد سازمان له پاکستانه غوښتي، چې د پېښې په اړه بې‌طرفه څېړنه وکړي او د احتمالي سرغړونو عاملین حساب‌ورکوونکي وګرځوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *