Home افغانستان ښاپېرۍ نغمې د پاکستان بریدونه وغندل او له خلکو یې پر وطن د ننګ غوښتنه کړې ده
افغانستان

ښاپېرۍ نغمې د پاکستان بریدونه وغندل او له خلکو یې پر وطن د ننګ غوښتنه کړې ده

افغان سندرغاړې ښاپېرۍ نغمې پر خپله فېسبوک پاڼه د دغې وېډیو په خپرولو سره د پاکستان پوځي رژیم پر افغان خاوره بریدونه او د بې ګناه ملکي وګړو په نښه کول غندلي دي.

اغلې نغمې ویلي، چې خپه په دې نه یم، چې افغانستان ډېر میړاني خلک او سربازان لري، چې دوی به په کلکه د وطن دفاع وکړي.

نغمې د ټولو خلکو غوښتي، چې د خپل وطن په ننګ ودریږي او ملاتړ یې وکړي.

نغمې افغان سرتیرو ته چې اوس مهال په جګړه کې دي، څو سندرې هم زمزمه کړې دي او د افغان ولس ستاینه یې پکې کړې ده.

په ورته مهال یو شمېر منتقدین بیا پر هغه سیاستوالو او فعالینو نیوکه کوي، چې تراوسه هېڅ لوری یې نه دی نیولی او یا هم په مستقیم یا غیرې مستقیم ډول د دښمن ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version