د راپورونو له مخې، د اګست پر ۷مه د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د ډیزلو او پټرولو د بیو لوړېدو او ناامنۍ پر ضد اعتراض شوی دی.
په اعتراض کې ګډونوالو د پاکستان حکومت پر ضد شعارونه ورکړي او له چارواکو یې غوښتي، چې د خلکو د اقتصادي ستونزو او ناامنۍ د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي.
اعتراض کوونکو ویلي، چې په سیمه کې یې د خوراکي غیرې خوراکي توکو په ګډون د ډیزلو او پټرولو بیې لوړې شوې دي، چې له امله یې د خلکو ژوند ستونزمن کړی دی.
دوی همداراز په جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او پر حکومت یې د خلکو د ستونزو د حل لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د کلونو کلونو راهیسې د پاکستان حکومت او پوځ په پښتنو سیمو کې په یو او بل نوم پوځي عملیات د خلکو په کورونو او بازاروو کې کوي، چې له امله یې د خلکو ژوند تریخ کړی دی.
