د بریتانیا لندن ټایمز ورځپاڼې ته د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د مندخېل کلي اوسېدونکو او ژغورل شویو کسانو ویلي، چې د روان کال د جون په ۲۸مه د پاکستان په هوايي برید کې ملکي وګړي شهیدان شوي او له ۱۰۰ زیات نور ټپیان شوي دي.
د اګست په پنځمه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې برید د شپې له ۱۱ بجو وروسته پر یوه استوګنیز کور شوی، هغه مهال چې شاوخوا ۳۵ ښځې، ماشومان او نارینه په کور کې ویده وو.
راپور زیاتوي، له لومړي برید وروسته کلیوال د ټپیانو د ژغورنې لپاره سیمې ته ورغلل، خو لږه شېبه وروسته پر هماغه ځای دویم هوايي برید ترسره شو، چې له امله یې د ژغورنې هڅو ته ورغلي کسان هم ټپیان او شهیدان شوه.
د لندن ټایمز د راپور له مخې، په دې برید کې درې کلنه نجما سخته ټپي شوې او ۱۲ کلن لقمان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. راپور وایي، د پېښې له تېرېدو تر یوې میاشتې ډېر وخت وروسته هم یو شمېر ټپیان په روغتونونو کې تر درملنې لاندې وو.
د مندخېل کلي اوسېدونکو ورځپاڼې ته ویلي، چې د برید پر مهال په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسلهوالو شتون نه درلود او هدف یوازې یو ملکي استوګنیز کور و.
تر دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د افغانستان مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل لومړني راپور کې ویلي وو، چې د جون د ۲۸مې په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په اوږدو کې پر افغان خاوره د پاکستان د هوايي او ځمکنیو بریدونو له امله ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله او عامه تاسیساتو ته زیان اوښتی دی.
