د وروستیو ورښتونو او طبیعي پېښو له امله په هېواد کې جدي زیانونه؛ د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د افغاني سرې میاشتې له قوله ویلي، چې وروستیو اورښتونو، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو هېوادوالو ته جدي انساني او مالي زیانونه اړولي دي. مجاهد په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي، چې په دې پېښو کې ۶۱ تنه شهیدان شوي، ۱۱۶ تنه ټپیان شوي، ۴ تنه ورک شوي او ۲۴۴۸ کورونه په بشپړ او قسمي ډول ړنګ شوي دي. همداراز د کښت ۲۶۸۴۱ جریبه ځمکې تخریب شوې او ۱۰۴۵ حیوانات هم تلف شوي دي.

افغانستان
په هېواد کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۱ تنه شهیدان او ۱۱۶ تنه نور ټپیان دي
- لخواMashaal Khan
- اپریل 4, 2026
- 0 تبصرې
- 2 اونۍ مخکې