افغانستان

په ننګرهار کې د کډوالو لارۍ د چپه کېدو له امله یو تن شهید او ۳۵ نور ټپیان شوي

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو حکومت امنیه قومانداني مسؤلین وایي، د یاد ولایت د سره‌رود ولسوالي اړوند د شیخ مصري سیمه کې تېره شپه شاوخوا دولس بجې د راستنېدونکو افغان کډوالو یوه لارۍ د چلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله چپه شوې ده.

د طالب مسؤلینو په وینا، په پېښه کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

امنیتي مسولین وایي، د پېښې ټپیان یې د درملنې لپاره د ولسوالي اړوندو روغتیايي مرکزونو او د جلال‌آباد ښار حوزوي روغتون ته انتقال کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *