د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو حکومت امنیه قومانداني مسؤلین وایي، د یاد ولایت د سرهرود ولسوالي اړوند د شیخ مصري سیمه کې تېره شپه شاوخوا دولس بجې د راستنېدونکو افغان کډوالو یوه لارۍ د چلوونکي د بېاحتیاطۍ له امله چپه شوې ده.
د طالب مسؤلینو په وینا، په پېښه کې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
امنیتي مسولین وایي، د پېښې ټپیان یې د درملنې لپاره د ولسوالي اړوندو روغتیايي مرکزونو او د جلالآباد ښار حوزوي روغتون ته انتقال کړي.
