د طالبانو د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د طالبانو حکومت او چین ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې، د امنیتي همکاریو او د سیمې د وروستيو تحولاتو په اړه خبرې شوي دي.
د چین سفیر د ارومچي د خبرو اترو په اړه د خپل هېواد دریځ او د راتلونکې لپاره چمتووالی شریک کړی، او د طالبانو حکومت له رغنده دریځ او ملاتړ څخه یې مننه کړې. هغه همداراز د دې بهیر د دوام هیله څرګنده کړې.
مولوي محمد یعقوب مجاهد ټینګار کړی، چې د طالبانو حکومت د امنیت تر لاسته راوړلو وروسته، د سیمې امنیت هم ورته ځانګړی اهمیت لري او د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو لاره تر ټولو غوره ګڼي. نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت دریځ د زغم، متقابل احترام او تفاهم پر بنسټ ولاړ دی، خو د هر ډول تیري په وړاندې د هېواد دفاع یې مشروع حق او ملي مسؤلیت ګڼي.
په دې ناسته کې دواړو لورو په دوه اړخیزه تفاهم، سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا او د باور جوړونې په اهمیت هم ټینګار کړی.
