افغانستان ځانګړي خپرونې

په ننګرهار کې دوو محصلینو د واټساپ بدیل اپلېکېشن جوړ کړی

په ننګرهار ولایت کې د کمپیوټر ساینس د وروستي سمسټر دوو محصلینو د یو کال په موده کې د پیغام‌رسونې یو نوی اپلېکېشن جوړ کړی، چې دوی یې د واټساپ د بدیل په توګه وړاندې کوي.

د یاد پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي زده‌کړیالان وسیع‌الله او اکرام‌الله وايي، دغه اپلېکېشن یې د اوږدې مودې هڅو او تخنیکي کار وروسته جوړ کړی دی.

د دوی په وینا، په دغه اپلېکېشن کې داسې نوې ځانګړتیاوې شاملې دي چې د واټساپ له ځینو اسانتیاوو هم غوره او پرمختللې ګڼل کېږي.

محصلین زیاتوي، چې د دې پروژې موخه د محلي ټکنالوژۍ پراختیا او د نړۍ والو پیغام‌رسونې سافټویرونو په کچه یو بدیل رامنځته کول دي.

بلخوا، د ټکنالوژۍ کارپوهان وایي، چې په افغانستان کې ګڼو ځوانانو ورته نوښتونه کړي، خو د ملاتړ نشتون او اقتصادي ستونزې د ډېرو پروژو د پرمختګ مخه نیولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *