Home افغانستان په ایران کې یو افغان د قتل په تور اعدام شوی
افغانستان

په ایران کې یو افغان د قتل په تور اعدام شوی

ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې یو افغان وګړی په تهران کې د ودانۍ د لګښتونو پر سر د شخړې پر مهال د یوه ایراني وګړي د چاقو په وسیله د وژلو په تور اعدام شوی دی.

د راپورونو له مخې، پېښه د ۱۴۰۳ لمریز کال د سرطان میاشتې په وروستیو کې د تهران په خراسان میدان سیمه کې شوې وه، چې په تړاو یې درې افغان وروڼه نیول شوي وو.

ویل شوي، د اعدام حکم د ایران سترې محکمې تایید کړی، خو د اعدام شوي کس هویت او د حکم د پلي کېدو دقیق ځای نه دی په ډاګه شوی.

د ایران د بشري حقونو فعالانو ټولنې د راپور له مخې، په ۱۴۰۴ لمریز کال کې په دغه هېواد کې لږ تر لږه ۲۴۸۸ کسان اعدام شوي، چې ۶۳ ښځې او دوه ماشومان هم پکې شامل دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version