Home سیاست سي‌اېن‌اېن: ډیموکراټ ګوند د امریکا د استازو جرګې اکثریت ترلاسه کوي
سیاست نړۍ

سي‌اېن‌اېن: ډیموکراټ ګوند د امریکا د استازو جرګې اکثریت ترلاسه کوي

د امریکا د ۲۰۲۶ کال منځمهالو ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي، چې ډیموکراټ ګوند د استازو جرګې اکثریت ترلاسه کوي او د جمهوري غوښتونکي ګوند اوږدمهاله واکمني پای ته رسوي.

د سي‌اېن‌اېن د ټاکنیزو پایلو د ارزونې څانګې د اټکل له مخې، ډیموکراټ ګوند به د استازو جرګې کنټرول ترلاسه کړي، چې ورسره به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او کانګرس ترمنځ په راتلونکو دوو کلونو کې سیاسي اختلافات او تقابل زیات شي.

د سنا جرګې په ټاکنو کې هم ډیموکراټ ګوند لږ تر لږه د دوو څوکیو د ګټلو په درشل کې دی او د نورو سیالو ایالتونو په ټاکنیزو سیالیو کې هم مخکښ دی.

د راپور له مخې، په سوېلي کارولینا ایالت کې ډیموکراټ نومانده اني اندروز د جمهوري غوښتونکي سناتور دارلین ګراهام د ماتولو په درشل کې ده.

د دغو ټاکنو په نورو مهمو پایلو کې، ډیموکراټه کېشا لانس باټمز د جورجیا ایالت د والي په توګه د بریا په ترلاسه کولو سره د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ تورپوستې ښځه ده چې دغه مقام ته رسېږي.

همدارنګه، په فلوریډا ایالت کې جمهوري غوښتونکی بایرون ډونالډز د والي په توګه بریالی شوی او د دغه ایالت په تاریخ کې به لومړنی تورپوستی والي وي.

د سیاسي شنونکو په باور، د استازو جرګې د کنټرول ترلاسه کول به ډیموکراټ ګوند ته دا زمینه برابره کړي، چې د ټرمپ د ادارې پر فعالیتونو د څارنې او د حکومت د پرېکړو د څېړلو لپاره پراخ واک ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version