Home افغانستان د بې‌پولې خبریالانو سازمان: طالبان د «۰۱۵» استخباراتي دفتر له لارې خبریالان څاري
افغانستان

د بې‌پولې خبریالانو سازمان: طالبان د «۰۱۵» استخباراتي دفتر له لارې خبریالان څاري

د بې‌پولې خبریالانو سازمان په یوه څېړنیز راپور کې ادعا کړې، چې طالبان د استخباراتو د «۰۱۵» دفتر له لارې خبریالان څاري، ګواښي او نیسي.

د دغه سازمان په وینا، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته، دغه دفتر د رسنیو د څارنې او ځپلو په یوه مهمه وسیله بدل شوی دی.

راپور زیاتوي، چې د دغه دفتر فعالیتونه یوازې دودیزو رسنیو ته محدود نه دي، بلکې ټولنیزې شبکې او انلاین تبلیغاتي فعالیتونه هم څاري.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د جنوبي اسیا برخې مسوولې، سلیا مرسیه ویلي، چې طالبان د څارنې، ګواښلو او ځپلو داسې جوړښت رامنځته کړی، چې خبریالان یوازې د خپلو مسلکي دندو د ترسره کولو له امله د حکومت دښمنان ګڼل کېږي.

نوموړې خپل‌سرې نیونې، ګواښونه، پوښتنې ګروېږنې او د خبریالانو شکنجه په افغانستان کې د وېرې او سانسور د فضا رامنځته کولو هڅې بللې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version