Home افغانستان پزشکیان د روغتیايي بنسټونو پر بریدونو غندنه غواړي؛ له افغان ډاکټرانو یې د ملاتړ غوښتنه کړې
افغانستان نړۍ

پزشکیان د روغتیايي بنسټونو پر بریدونو غندنه غواړي؛ له افغان ډاکټرانو یې د ملاتړ غوښتنه کړې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په ترڅ کې د روغتیايي مرکزونو په نښه کېدو ته په اشارې له نړۍوالو او افغان ډاکټرانو غوښتي، چې دا اقدامات وغندي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا او اسرائیلو د وروستیو بریدونو پر مهال د روغتیايي بنسټونو، درمل جوړونکو شرکتونو او طبي څېړنیزو موسسو په نښه کېدو ته په اشارې، د روغتیا نړۍوال سازمان، سره صلیب، بې‌پولي ډاکټرانو سازمان او د نړۍ له ټولو ډاکټرانو او طبي کارکوونکو غوښتي، چې دغه اقدامات وغندي.

په کابل کې د ایران سفارت د نوموړي له قوله ویلي، چې له افغان ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو هم غوښتنه شوې، څو د دې دریځ ملاتړ وکړي.

پزشکیان دغه څرګندونې داسې مهال کړي، چې د راپورونو له مخې په یادو بریدونو کې د ایران یو شمېر روغتیايي مرکزونه، درمل جوړونکي شرکتونه او طبي څېړنیزې ادارې هم زیانمنې شوې دي.

په وروستیو کې د ایران او د امریکا او اسرائیلو ترمنځ کړکېچ زیات شوی، چې له امله یې پر بېلابېلو هدفونو بریدونه شوي دي. د دغو بریدونو په لړ کې د ملکي تاسیساتو، په ځانګړي ډول روغتیايي بنسټونو په نښه کېدل د نړۍوالو اندېښنو سبب ګرځېدلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version