Home افغانستان افغان ایواک؛ امریکا ته د افغانانو د ویزو پروسه یو دام بللی
افغانستان

افغان ایواک؛ امریکا ته د افغانانو د ویزو پروسه یو دام بللی

د افغانانو د لېږد او ملاتړ بنسټ په یوه تازه خبرپاڼه کې خبرداری ورکړی، چې د افغانانو لپاره د امریکا د ویزو اوسنۍ مرکې یو چل دی.

د بنسټ په وینا، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نفوسو، کډوالو او مهاجرت ادارې مرستیال په محکمه کې ویلي، چې د ویزو ټول غوښتونکي به رد شي. هغه زیاته کړې، چې که د افغانانو پر وړاندې د سفر بندیز هم لغوه شي، نو غوښتونکي به اړ شي چې د ویزې پروسه له سره پیل کړي.

یاد بنسټ پر امریکایي چارواکو نیوکه کړې، چې غوښتونکو ته دا حقیقت نه وایي او هغوی ته ناسمې هیلې ورکوي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي، چې زرګونه افغانان لا هم په درېیمو هېوادونو کې د امریکا ویزو ته په تمه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version