Home نړۍ پر سعودي د ایران د توغندیو برید؛ ۱۰ امریکایي عسکر ژوبل شوي
نړۍ

پر سعودي د ایران د توغندیو برید؛ ۱۰ امریکایي عسکر ژوبل شوي

راپورونه وایي، چې په سعودي عربستان کې د شهزاده سلطان پر هوايي اډه د ایران له لوري د توغندیو او ډرونونو په ګډ برید کې لږ تر لږه ۱۰ امریکایي عسکر ژوبل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په ټپیانو کې د دوو عسکرو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی او روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

سرچینې زیاتوي چې دا برید د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) په وسیله ترسره شوی، چې له امله یې د امریکا څو ټانکر الوتکو ته هم زیان اوښتی دی.

تر اوسه د پېښې په اړه د امریکا او سعودي رسمي چارواکو بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي، خو ویل کېږي چې امنیتي وضعیت سخت شوی او څېړنې روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version