افغانستان

پاکستان پوځ: افغان طالبان د پاکستان پر ضد د بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان د طالبانو حکومت یو ځل بیا پاتې راغلی، څو له خپلې خاورې څخه د پاکستان پر ضد د وسله‌والو ډلو د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي. د اعلامیې له مخې، یاد برید د روژې په مبارکه میاشت کې شوی، چې د پوځ په وینا «یو ناوړه او بزدلانه عمل» بلل کېږي.

په بیان کې ټینګار شوی، چې پاکستان به د دې ډول پېښو پر وړاندې هېڅ ډول زغم و نه ښيي او د یاد برید د عاملینو پر ضد به د «عادلانه غچ اخیستنې» لپاره عملیاتو ته دوام ورکړي. په بیان کې راغلي، پرته له دې چې د جغرافیې یا مکان کوم قید په پام کې ونیول شي.

د پوځ په وینا، د پاکستان د امنیت پر وړاندې هر ډول ګواښ به په قاطع ډول ځواب شي.

د پاکستان پوځ یو ځل بیا ادعا کړې، چې یاد برید د هغو وسله‌والو له‌خوا ترسره شوی، چې د دوی په وینا د افغانستان په خاوره کې خوندي پټنځایونه لري.

بل لور ته، د افغانستان د طالبانو حکومت تل دا ډول تورونه رد کړي دي. طالبانو ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان د پاکستان یو کورنی او پخوانی امنیتي مشکل دی او افغان طالبان د دې ډلې د فعالیتونو مسوول نه دي. د طالبانو په وینا، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي او پاکستان باید خپلې امنیتي ستونزې د کور دننه حل کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو لورو ترمنځ د سرحدي امنیت او وسله‌والو ډلو د فعالیتونو پر سر لفظي ترینګلتیا زیاته شوې او دا موضوع لا هم د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اختلاف له مهمو ټکیو څخه بلل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *