Home افغانستان پاکستاني پوځ په مستعمره پښتونخوا کې یوه ښځه او خاوند په ډزو وژلي
افغانستان

پاکستاني پوځ په مستعمره پښتونخوا کې یوه ښځه او خاوند په ډزو وژلي

ځایي اوسېدونکي وایي، چې نن په مستعمره پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ له لوري یوه ښځه او خاوند یې په ډزو وژل شوي او درې نور ماشومان ټپیان شوي دي.

د ځایي سرچینو په وینا، پاکستاني پوځیانو له وسلوالو سره نښته درلوده، چې د نښتې پر مهال پاکستاني پوځیانو پر عامو خلکو ډزې کړي، چې له امله یې د یوې کورنۍ پنځو غړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

ځایي سرچینو زیاته کړې، چې وژل شوې ښځه او خاوند له یوې بې وزلې کورنۍ څخه وو او دواړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ټپیانو کې اته کلنه هاجره، پنځه کلن عبدالله او ۲۰ کلنه یاسمینه شامل دي. 

د ځایي سرچینو په وینا، د درې واړو ټپیانو حالت د ډاډ وړ دی، خو د ۲۰ کلنې یاسمینې د پښې هډوکی سخت مات شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version