Home نړۍ د ایران د بهرنیو چارو وزارت: بحرین او کویټ د امریکا د بریدونو مستقیم مسؤل دي
نړۍ

د ایران د بهرنیو چارو وزارت: بحرین او کویټ د امریکا د بریدونو مستقیم مسؤل دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې اعلامیه کې بحرین او کویټ په هرمز تنګي کې پر یوې ایراني تېل وړونکې بېړۍ او د قشم په یوه مخابراتي برج د چهارشنبې سهارنیو بریدونو مستقیم مسؤل بللي دي.

دا اعلامیه څو ساعته وروسته له هغې خپره شوه چې د ایران سپاه پاسداران په کوېټ او بحرین کې پر ځینو «هدفونو» د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو خبر ورکړ. 

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې لومړی د کویټ او بحرین له نومونو پرته یوازې د سیمې دوه هېوادونه‌ د یادو بریدونو د سرچینې په توګه یاد شوي، خو وروسته یې د فارس خلیج د دغو دوو هېوادونو پر رول ټینګار کړی.

ایران ویلي، هر هغه هېواد چې «متجاوزو لورو ته د خپلې خاورې، سمندري او هوايي حریم یا په خپله خاوره کې د پوځي اډو د کارولو اجازه ورکړي څو پر ایران برید وکړي»، د ایران پر وړاندې د «تیري کوونکي اقدام» مرتکب ګڼل کېږي، او د ایران وسله‌وال ځواکونه حق لري چې د دغو بریدونو سرچینې او د پیل ځایونه په نښه کړي.

سنټکام ویلي، چې د ایران وسله‌والو ځواکونو د ادعا خلاف، په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ اډې ته زیان نه دی اوښتی. 

بلخوا، کویټ اعلان کړی چې د دغه هېواد د نړیوال هوايي ډګر لومړۍ ترمینل ته سخت زیان رسېدلی دی.

د کوېټ د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو د برید له امله د کوېټ نړیوال هوايي ډګر په ټرمینل کې یو کس وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

کوېټ ویلي چې دغه بریدونه د یوه کس د وژل کېدو، د څو نورو د ټپي کېدو او مهمو زیربناوو ته د زیان اوښتو لامل شوي دي.

نوموړي هېواد ټینګار کړی، چې دا تېري کوونکي او تکراري بریدونه دي او ویلي یې دي چې کوېټ د ایران د پرله‌پسې بریدونو پر وړاندې د دفاع او مناسب ځواب حق لري.

د کویټ د روغتیا وزارت ویلي، چې د ایران د توغندیزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو له امله د دغه هېواد په نړیوال هوايي ډګر کې لږ تر لږه ۶۳ کسان ټپیان شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version