Home نړۍ ټرمپ له ایران سره د دوه اونیو اوربند بشپړه او مطلقه بریا بللې
نړۍ

ټرمپ له ایران سره د دوه اونیو اوربند بشپړه او مطلقه بریا بللې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کې، له ایران سره د دوه اونیو لپاره د اوربند تړون بشپړ او مطلقه بریا بللې ده.

ټرمپ ویلي: «بشپړ او مطلقه بریا. سل فیصده. په دې کې هېڅ شک نشته.»

ټرمپ زیاته کړې، چې باور لري چین د دې لپاره مهم رول لوبولی چې ایران د خبرو اترو لپاره قانع کړي.

کله چې له هغه څخه د ګواښونو په اړه یې پوښتنه وشوه چې که تړون ناکام شو، ایا د ایران پر ملکي بریښنا مرکزونو او پلونو به برید وکړي، ټرمپ یوازې وویل: «باید ووینو چې څه پېښېږي.»

ټرمپ ټینګار کړی چې د ایران‌ د غني شوي یورانیمو زېرمې به په بشپړه او غوره توګه د تړون له مخې مدیریت شي، او پرته له دې مسئلې به، هېڅ تړون نه وای منل شوی.

نوموړي د دغو زېرمو د مدیریت د څرنګوالي په اړه جزئیات نه دي اعلان کړي. هغه ویلي، چې دواړو لوریو پر یوې ۱۵ مادېز چوکاټ کار کړی چې پر لویې برخې یې موافقه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version