Uncategorized

ونس: که د شمالي قطب کنټرول ونه لرو، د امریکا دفاعي سیستم زیانمنېږي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جیډي ونس ویلي، چې امریکا د گرینلند امنیت تضمینوي او له همدې امله باید د دې جزیرې د طبیعي سرچینو د استفادې حق ولري.

ونس د نیوزمکس ټلویزیوني چینل سره په مرکه کې ویلي: “موږ غواړو د دې ښکلي ځمکې د شتمنیو شریکان شو، چې په کې ډېر کانونه او نورې طبیعي سرچینې شته، او په اصل کې موږ یې خوندي کوو.”

هغه ټینګار کړی چې د گرینلند امنیت ډنمارک نه، بلکې د امریکا ځواکونه تضمینوي. ونس خبرداری ورکړی: “که، خدای مه کړه، کوم بهرنی هېواد امریکا ته د منځنۍ واټن توغندی و توغوي، زموږ د توغندیو ټول سیسټم به ګډوډ شي، که موږ د شمالي قطب کنټرول ونه لرو.”

همدارنګه، ونس ویلي چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د گرینلند د تړون د جزیاتو پر کار بوخت دی.

ونس د اروپایي مشرانو د انتقادونو په اړه ویلي چې دوی یوازې د سیاسي څرګندونو لپاره عام مخالفت ښيي او دا د شخصي خبرو انعکاس نه دی: “دوی په عامه توګه بې له شکه ‘نه’ وایي، خو آیا دوی په شخصي توګه هم بې له شکه ‘نه’ وایي؟ بالکل نه.”

هغه زیاته کړې چې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې تګلاره د واقعیت پر بنسټ ولاړه ده، نه د اروپا پر وړاندې د دښمنۍ پر بنسټ  نوموړي ویلي: “موږ رښتیا هم له اروپا سره مینه لرو. موږ اروپا سره دومره مینه لرو چې ترې غواړو هغه کارونه ترسره کړي چې د دوی خپل مشران یې نه کوي، یعنې خپل امنیت ته پاملرنه وکړي او لا هوښیار ګامونه واخلي.”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *