په وزیرستان کې د اوږدې مودې جګړو او ناامنۍ د سیمې د اوسېدونکو پر ورځني ژوند، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو پر وضعیت، ژورې اغېزې کړې دي.
د سیمې د وضعیت د راپورولو لپاره وزیرستان ته د جمایمه افریدۍ په نوم تللې یوې خبریالې ویلي، چې امنیتي پوستې، پوځي حضور، وسلهوالې ډلې، بریدونه، بېځایه کېدل او وېره د خلکو د ورځني ژوند په یوه عادي برخه بدله شوې ده.
د نوموړې په وینا، په نږدې هر کور کې د تاوتریخوالي، د خپلوانو د له لاسه ورکولو، بېځایه کېدو او وېرې یوه کیسه شته؛ خو ډېری دغه کیسې لا هم د خلکو له وېرې او محدودیتونو سره ناویلې پاتې دي.
هغې ویلي، وزیرستان ته د راپور جوړولو پر مهال یې د دې لپاره چې په سیمه کې خپل حضور لږ څرګند کړي او د خلکو ترمنځ په اسانۍ تګ راتګ وکړای شي، برقع اغوستې وه.
د خبریالې په خبره، که څه هم هغه د ښځو د جامو له امله له محدودولو سره مخالفه ده، خو په وزیرستان کې د برقع اغوستل ورته د کار او تګ راتګ لپاره یوه عملي اړتیا وه.
نوموړې زیاتوي، چې د ناامنۍ له زیاتېدو سره د ښځو ژوند لا ډېر محدود شوی او د هغوی پر تګ راتګ، کار، فرصتونو او د خپل نظر پر ازاد بیانولو اغېز کړی دی.
په ورته مهال، ماشومان هم د جګړې له مستقیمو او غیرمستقیمو اغېزو سره مخ دي او په داسې چاپېریال کې لویېږي چې وېره او تاوتریخوالی یې د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې ده.
د راپور جوړوونکې په وینا، جګړه یوازې چاودنې، بریدونه او ویجاړۍ نه دي، بلکې هغه چوپتیا هم ده، چې د خلکو پر ژوند یې سیوری غوړولی دی.
هغې ویلي، هغه کورنۍ چې د جګړو له امله له خپلو سیمو وتلو ته اړ کېږي، له ځانه سره د جګړې رواني او ټولنیزې اغېزې هم وړي.
نوموړې ټینګار کوي، چې په هغو ټولنو کې چې خلک له اوږدې مودې راهیسې له وېرې سره ژوند کوي، ګڼې مهمې کیسې د نړۍ له سترګو پټې پاتې کېږي.
د هغې په خبره، د دغو خلکو او په ځانګړي ډول د ماشومانو د ژوند د وضعیت مستندول اړین دي، څو د جګړې تر شا د عادي خلکو ناویلې کیسې د چوپتیا په منځ کې له منځه ولاړې نه شي.
