افغانستان سیاست

خلیلزاد: د سپټمبر ۱۱ وروسته د امریکا ځینې پرېکړې ناسمې وې

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا مخکیني ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکا د وېرې او غوسې له امله ځینې داسې پرېکړې وشوې، چې د اوږدې مودې لپاره یې پر نړۍ اغېز وکړ.

خلیلزاد په یوه مرکه کې ویلي، امریکا باید له طالبانو سره په ۲۰۰۱ کال کې خبرې کړې وی او هغوی یې د افغانستان په سیاسي بهیر کې شامل کړي وی.

نوموړي د عراق جګړې په اړه هم ویلي، چې د هغه مهال استخباراتي معلومات ستونزمن وو او که د سپټمبر ۱۱ بریدونه نه وی شوي، ښايي امریکا پر عراق برید نه وی کړی.

خلیلزاد د ۲۰۲۱ کال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ملاتړ هم کړی او ویلي یې دي، چې امریکا شل کاله په افغانستان کې پاتې شوې وه، د ترهګرۍ ګواښ یې کم کړی و او جګړه ښايي نامحدوده دوام موندلی وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *