افغانستان

یونیسف: له ۲.۶ میلیونو ډېرې افغان نجونې له ثانوي زده‌کړو محرومې دي

یونیسف وايي، په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو ډېرې نجونې په تېرو پنځو کلونو کې له ثانوي زده‌کړو محرومې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په وینا، له ښوونځیو پاتې نجونې له ګڼو د خوندیتوب له خطرونو سره مخ دي، چې په کې د ماشومانو کار، ناوړه ګټه اخیستنه، له وخته مخکې ودونه او جنسیتي تاوتریخوالی شامل دي.

یونیسف وايي، د زده‌کړو په برخه کې د محدودیتونو سربېره، دغه اداره په افغانستان کې د زده‌کړو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د یونیسف د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په دولتي ښوونځیو کې له ۳.۷ میلیونو ډېر ماشومان د بېړنیو زده‌کړیزو مرستو برخمن شوي، ۴۴۲ زره ماشومانو په ټولنیزو زده‌کړیزو پروګرامونو کې ګډون کړی چې ۶۶ سلنه یې نجونې وې، او ۲۳۲ ښوونځي جوړ یا بیارغول شوي دي.

یونیسف له طالبانو حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د زده‌کړو پر وړاندې محدودیتونه لرې کړي او ټولو نجونو او ښځو ته اجازه ورکړي چې سمدستي ښوونځیو او پوهنتونونو ته بېرته ستنې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *