نړۍ

واشنګټن کې د غزې لپاره د سولې بورډ لومړۍ غونډه؛ ګڼو هېوادونو د میلیاردونو ډالرو مرستې اعلان کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د «سولې بورډ» لومړۍ غونډه په واشنګټن کې ترسره شوه، چې پکې د غزې د بیارغونې او ملاتړ لپاره یو شمېر هېوادونو د پام وړ مالي او تخنیکي مرستې اعلان کړې.

د غونډې پر مهال ډونالډ ټرمپ ویلي، چې متحده ایالات به د یاد بورډ له لارې د غزې د بیارغونې لپاره ۱۰ میلیارده ډالره ځانګړي کړي.

د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هېواد یې ۱.۲ میلیارده ډالره مرسته کوي، او د قطر امیر هم د ۱ میلیارد ډالرو ژمنه کړې. سعودي عربستان ویلي چې په راتلونکو کلونو کې به ۱ میلیارد ډالره مرسته برابره کړي.

د اندونیزیا ولسمشر اعلان کړی، چې هېواد یې چمتو دی د نړیوال امنیتي ځواک په چوکاټ کې زرګونه سرتېري واستوي. همدارنګه قزاقستان د نغدي او خوراکي مرستو ژمنه کړې، په داسې حال کې چې بحرین د ډیجیټلي دولتي خدمتونو د زېربنا برابرولو وړاندیز وکړ.

همداراز ازبکستان د ښوونځیو او روغتونونو د بیا رغونې ژمنه وکړه، او مصر وویل چې د فلسطیني پولیسو د روزنې ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د رومانیا ولسمشر د بېړنیو خدمتونو او عدلي بنسټونو په بیا رغونه کې د مرستې اعلان وکړ، او ترکیې وویل چې د روغتیا او پوهنې په برخو کې به ونډه واخلي او د امنیتي ځواک لپاره به سرتېري واستوي. مراکش د پولیسو د روزنې او د ساحوي روغتون د جوړولو ژمنه کړې، او کویت هم د ۱ میلیارد ډالرو مرستې اعلان کړی.

ټرمپ ویلي، چې فیفا به په غزه کې د ورزشي پروژو لپاره ۷۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او ملګري ملتونه به هم د دوه میلیارده ډالرو په ارزښت بشردوستانه مرستې وړاندې کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د حماس بې‌وسلې کول، د اسراییلي ځواکونو وتل او د غزې بیارغونې ته د روښانه چوکاټ ټاکل هغه ننګونې دي چې په راتلونکو میاشتو کې به د دغه بورډ اغېزمنتیا څرګنده کړي.

یاده غونډه داسې مهال ترسره کېږي چې په غزه کې لا هم جګړې او بشري ستونزې دوام لري، او نړیواله ټولنه د بیارغونې او ثبات لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا ټینګار کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *