Home افغانستان هند د افغانستان پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ او درې یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډلې اعلان کړې
افغانستان لوبې

هند د افغانستان پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ او درې یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډلې اعلان کړې

هند کرکټ بورډ د افغانستان پر وړاندې د راتلونکو ټېسټ او درې یو ورځنیو نړۍوالو سیالیو لپاره خپلې دوه جلا لوبډلې اعلان کړې دي، چې د دواړو فارمټونو لپاره لوبډلمشري د شبمن ګېل پر غاړه ده.

دغه سیالۍ به د جون په ۶مه نېټه په هندوستان کې پیل شي او د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو په بڼه به ترسره کېږي.

بل لور ته د افغانستان کرکټ بورډ تر اوسه پورې د دغو سیالیو لپاره خپله رسمي لوبډله نه ده اعلان کړې، په داسې حال کې چې د افغانستان زیاتره لوبغاړي دا مهال په کورني کرکټ سیالیو کې بوخت دي.

د هند په اعلان شوې یو ورځنیو (ODI) سیالیو لوبډله کې

شبمن ګېل (لوبډلمشر)، روهیت شرما، ويراټ کوهلي، شریاس ایر، کې اېل راهول، ایشان کیشن، هارډک پنډیا، نېتېش کمار ریډي، واشینګټن سونډر، کلدیپ یادوو، ارشدیپ سینګ، پرېسید کرشنا، هارپرېت برار او هارش دوبي شامل دي.

همداراز د ټېسټ سیالیو په لوبډله شبمن ګېل (لوبډلمشر)، یاشسوي جېسوال، کې اېل راهول، سایی سدرشن، رشب پنټ، دیوډټ پډیکل، نېتېش کمار ریډي، واشینګټن سونډر، کلدیپ یادوو، محمد سراج، پرېسید کرشنا، مناو سوتر، هارش دوبي او دهرو شامل دي.

د کرکټ د نړۍ والې شورا (ای سي سي) د معلوماتو له مخې، افغانستان او هندوستان تر اوسه په محدودو نړۍ والو سیالیو کې سره مخ شوي دي، چې زیاتره یې په نړۍ والو جامونو او یو ورځنیو سیالیو کې ترسره شوي دي.

هندوستان په نړۍ وال کرکټ کې د پیاوړو ټیمونو له ډلې ګڼل کېږي او د نړۍوالو جامونو اوږده تجربه لري، په داسې حال کې چې افغانستان په تېرو کلونو کې د کرکټ په نړۍوال ډګر کې چټک پرمختګ کړی او د بشپړ غړي هېوادونو پر وړاندې یې د پام وړ سیالۍ وړاندې کړې دي.

تر اوسه دواړو هېوادونو د ټېسټ کرکټ په رسمي بڼه محدوده مخامخ مخینه لري او دا راتلونکې سیالۍ به د دواړو لوبډلو ترمنځ په ټېسټ فارمټ کې د پام وړ نوې تجربه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version