Home ځانګړي خپرونې شمالي وزیرستان: سپین‌وام کې د پوځي عملیاتو تر سیوري لاندې ناامني خپره شوې
ځانګړي خپرونې

شمالي وزیرستان: سپین‌وام کې د پوځي عملیاتو تر سیوري لاندې ناامني خپره شوې

د مستعمرې پښتونخوا د شمالي وزیرستان سپین‌وام سیمه، چې د ګازو او تېلو د سترو زېرمو له امله مهمه بلل کېږي، له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د سختو او نه‌اعلان شویو پوځي عملیاتو شاهده ده.

ځايي سرچینې وایي، چې د میرامشاه، آباخېل، شمیري، بوبلي او ششي‌خېلو په سیمو کې پرله‌پسې ډزې کېږي او د ملکي خلکو کورونه ویشتل کېږي، چې له امله یې د خلکو ترمنځ د وېرې او ناامنۍ فضا خپره شوې او د ځایي اوسیدونکو ژوند یې په خطر کې اچولی دی.

د معلوماتو له مخې، پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کې له چورلکو، ټانکونو او هاوانونو کار اخیستی او پر ګڼو مېشتو سیمو یې بریدونه کړي دي.

له دغه سیمې د مرګ‌ژوبلې او زیانونو راپورونه هم ورکړل شوي شوي دي، ځايي سرچینې وایي، چې د ملک صابرین په نوم یو سپین‌ږیری د ډزو په ترڅ کې وژل شوی دی. همدارنګه د نورو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه هم ورکړل شوي، خو د عملیاتو په نوم د جګړې له امله خلک په کورونو کې بند پاتې دي، چې د ډېری مرګ ژوبلې او نورو زیانونو معلومات په اسانه نه خپریږي او نه هم د پاکستان رسنۍ پر دغه روان ظلم راپورونه ورکوي.

سرچینې زیاتوي، چې د پاکستان پوځ لخوا د عملیاتو په نوم پر پښتانو سیمو دغه جګړه کې د سپین‌وام آباخېل کنډي بازار کې ګڼې هټۍ هم ویجاړې شوې دي.

همدارنګه ویل کېږي، چې د مولوي میرخېل جومات، د فقیرانو جومات او د قاري عنایت الله جومات ته هم زیان رسېدلی دی.

د ترلاسه شویو معلوماتو پر اساس، په تېرو درېیو اوونیو کې د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې لږ تر لږه ۱۳ جوماتونه تخریب شوي دي، خو دا شمېرې تراوسه په خپلواکه توګه نه دي تأیید شوې.

د سیمې اوسېدونکي وایي، چې خلک له وېرې، بې‌وسۍ او ناامنۍ سره مخ دي او د جګړو، بې‌ځایه کېدو او ورانیو پر ځای امن، عدالت او باعزته ژوند غواړي.

د پاکستان پوځ تر اوسه د سپین‌وام او شاوخوا سیمو د وروستیو عملیاتو په اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.

خو پوځ معمولاً وایي، چې دا ډول عملیات د وسله‌والو پر ضد ترسره کېږي او موخه یې د سیمې امنیت ټینګول دي. هغه امنیت چې د عملیاتو پرمهال د وسله‌والو پر ځای ملکي وګړي پکې زیات زیانمن شوي دي.

بلخوا یو شمېر پښتانه سیاستوال، شنونکي او د مدني حقونو فعالان وایي، چې په پښتون مېشتو سیمو کې پوځي عملیات د ملکي وګړو د زیانمنېدو، بې‌ځایه کېدو او اقتصادي زیانونو سبب کېږي.

پښتانه سیاستوال، شنونکي او د مدني حقونو فعالان زیاتوي، چې د پاکستان پوځ په پښتون مېشتو سیمو کې په قصدي ډول ناامني رامنځته کوي او وروسته د ترهګرۍ ضد عملیاتو تر نوم لاندې د سیمې اوسېدونکي له سختو زیانونو سره مخ کوي.

د دوی په وینا، په دغو عملیاتو کې نه یوازې ملکي وګړي وژل کېږي او ټپیانېږي، بلکې کورونه، جوماتونه، بازارونه او نورې عامه شتمنۍ هم ویجاړېږي، چې له امله یې خلک اړ کېږي څو بیا ځلي خپل کورونه پرېږدي او بې‌ځایه شي.

په ورته مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په پښتونخوا کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې د پاکستان تر واک لاندې پښتانه هېڅکله د سوکاله او خوندي ژوند څښتنان کېدلی نه شي. نوموړي په خپلو څرګندونو کې هر ځل له خلکو غوښتي، چې سره متحد شي او د خپلو حقونو او راتلونکې لپاره په ګډه مبارزه وکړي.

د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي هم پر پاکستاني دولت نیوکه کوي او وایي، چې پښتانه له اوږدمهالې ناامنۍ او بې‌ثباتۍ سره مخ دي.

شنونکي وایي، د شمالي وزیرستان، په ځانګړې توګه د سپین‌وام او شاوخوا سیمو روان وضعیت ښيي، چې د دې سیمې ستونزې یوازې د پوځي عملیاتو له لارې نه شي حل کېدای. د سیمې اوسېدونکي له کلونو راهیسې د جګړو، بې‌ځایه کېدو، اقتصادي زیانونو او رواني فشارونو دروند بار پر اوږو وړي او لا هم د دوامدارې سولې او ثبات په تمه دي.

کارپوهان وایي، چې د سیمې د ستونزو د دوامدار حل لپاره د ولسي مشرانو، دیني عالمانو، ځوانانو او مدني فعالانو یوځای د پاکستان پوځ پر وړاندې پاڅون اړین دی، څو پرېکړې د خلکو له غوښتنو او اړتیاوو سره سمې شي. همدارنګه د سپین‌وام د طبیعي زېرمو، په ځانګړې توګه د ګازو او تېلو، ګټه باید د سیمې خلکو ته ورسېږي او د تعلیم، روغتیا، زیربناوو او کارموندنې په برخه کې ولګول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version