Home نړۍ ایران د اوربند له مودې څخه د توغندیو د مرکزونو د بیا فعالولو لپاره ګټه اخیستې
نړۍ

ایران د اوربند له مودې څخه د توغندیو د مرکزونو د بیا فعالولو لپاره ګټه اخیستې

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله راپور ورکړی چې ایران د یوې میاشتني اوربند له مودې څخه د هغو بالستیک توغندیزو مرکزونو د بیا فعالولو لپاره استفاده کړې چې مخکې د امریکا له لوري په نښه شوي وو.

د راپور له مخې، ایران په دې موده کې د توغندیو ګرځنده توغوونکي سیستمونه نورو سیمو ته لېږدولي او د احتمالي راتلونکو بریدونو لپاره یې خپل پوځي تکتیکونه هم بدل کړي دي.

یاد امریکايي چارواکی وایي، د ایران ډېری بالستیک توغندي د غرونو په ژورو ځمکتلنیو تاسیساتو او د ګرانیټي غرونو په دننه کې ځای پر ځای شوي وو.

راپور زیاتوي چې امریکا په خپلو بریدونو کې تر ډېره د دغو مرکزونو د ننوتلو لارې او تونلونه په نښه کړي وو، چې له امله یې ځینې اډې تر خاورو لاندې شوې، خو اصلي تاسیسات په بشپړ ډول له منځه نه دي تللي.

د راپور پر بنسټ، ایران اوس د دغو ګڼو توغندیزو مرکزونو د بېرته پرانیستلو او فعالولو توان موندلی دی.

دغه امریکايي پوځي چارواکي ویلي، ایراني چارواکو خپلې پاتې وسلې بېلابېلو سیمو ته انتقال کړې او دا باور یې پیاوړی شوی چې تهران کولای شي د امریکا پر وړاندې مقاومت وکړي؛ که هغه د هرمز تنګي تړل وي، د خلیج فارس د هېوادونو د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه وي او که د امریکايي الوتکو ګواښل.

تردې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران لپاره وخت په چټکۍ سره تېرېږي، او که کوم تړون لاسلیک نه شي، نو هغوی ته به هېڅ هم پاتې نه شي. 

همداراز د الجزیرې شبکې راپور ورکړی وه، چې امریکا ښايي په راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې د ایران پر وړاندې خپل پوځي عملیات یو ځل بیا پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version