افغانستان

نیویارک ټایمز: د امریکا د مرستو له کمېدو وروسته افغانستان له بې‌ساري بشري ناورین سره مخ دی

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د ټرمپ د ادارې له‌خوا د بهرنیو مرستو د کمولو له پرېکړې یو کال وروسته، افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ شوی دی. د راپور له مخې، په دې هېواد کې د ماشومانو لوږه د تېرو ۲۵ کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې او نږدې ۴۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې میلیونونه کسان یې له بنسټیزو روغتیايي خدمتونو بې‌برخې کړي دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، افغانستان یوازېنی هېواد نه دی، چې د امریکا د بهرنیو مرستو د کمېدو له اغېزو سره مخ شوی دی. د ټرمپ د ادارې له‌خوا د نړیوالو مرستو تر کمولو وروسته، په منځني ختیځ، افریقا او د لاتینې امریکا په یو شمېر هېوادونو کې هم بشري پروګرامونه له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

راپور زیاتوي چې په یمن، سوډان، سومالیا او هایتي کې د خوړو خوندیتوب، روغتیايي خدمتونه او د ماشومانو د تغذیې پروګرامونه یا بند شوي او یا هم په شدیده توګه محدود شوي دي. په دغو هېوادونو کې زرګونه کورنۍ له لوږې، ناروغیو او بې‌ځایه کېدو سره مخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *