په جنیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندېشه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې طالبانو نه یوازې په افغانستان کې د ښځو او نجونو زدهکړې په بشپړه توګه منعه کړي، بلکې ان په دې اړه یې په هر ډول پوښتنې هم بندیز لګولی، چې ولې تعلیم بند دی. د اندیشه په وینا، په داسې حال کې چې نړۍ د زدهکړو نړۍواله ورځ نمانځي، طالبانو په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی او د دغه بندیز په اړه هر ډول پوښتنې ته هم اجازه نهورکوي.
نوموړي دغه چلند د ادارې کولو پر ځای د ناپوهۍ بنسټیزول بللي او ویلي یې دي، چې دا د افغان ولس، اسلامي ارزښتونو، او ملګرو ملتونو پر وړاندې مستقیم سپکاوی دی. نومړي زیاته کړې، طالبانو په ډاګه کړې چې دغه بندیز نه لنډمهالی دی، نه دیني توجیه لري، او نه د بحث وړ دی، بلکې د واک د کنټرول لپاره یوه سیاسي وسیله ګرځېدلې.
نصیر احمد اندیشه ټینګار کړی، چې د ازادۍ او انساني کرامت لپاره مبارزه دوام لري او بالاخره به بریالۍ کیږي.
