افغانستان لوبې

ندیم امیري: ویاړ کوم، چې افغان یم

افغان‌الاصله د جرمني د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي ندیم امیري، په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې هغه د افغانستان له ریښو سره ویاړ لري او که څه هم په جرمني کې زیږېدلی، خو له خپل هېواد افغانستان سره یې اړیکه تل ټینګه ساتلې ده.

امیری ویلي، چې د جرمني ملي لوبډلې په ترکیب کې د ۲۰۲۶ نړۍوال جام کې ګډون د هغه لپاره لوی ویاړ دی او هیله لري، چې جرمني ټیم وکولی شي د سیالۍ په پای کې د اتلولۍ جام وګټي. هغه زیاته کړې، چې د افغان مینه‌والو ملاتړ ورته ډېر ارزښت لري او تل یې احساسوي.

.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *