Home سیاست نتنیاهو د اماراتو له ولسمشر سره په ابوظبۍ کې پټه لیدنه کړې
سیاست نړۍ

نتنیاهو د اماراتو له ولسمشر سره په ابوظبۍ کې پټه لیدنه کړې

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د سپټمبر پر ۲۷مه د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته په پټ سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره کتلي. د اماراتو دولتي خبري اژانس وام د دوشنبې په ورځ دا لیدنه تأیید کړه او ویې ویل، چې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، دغه سفر له مخکې په رسمي ډول نه و اعلان شوی. د اسرائیلي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د لیدنې یوه مهمه موضوع هغه ادعا وه، چې ګواکې شیخ محمد بن زاید د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې مخکې نتنیاهو ته د حماس د احتمالي پراخ برید په اړه خبرداری ورکړی و. نتنیاهو دا ادعا رد کړې ده.

د اسرائیلو لومړي وزیر دفتر ویلي، چې نتنیاهو له خپلې مېرمنې او یو شمېر لوړپوړو امنیتي او پوځي چارواکو سره اماراتو ته تللی و. وروسته د اسرائیلو امنیتي ادارې شین بېت د سفر د افشا کېدو په تړاو د چینل ۱۲ پر ضد شکایت هم ثبت کړ او ویې ویل، چې د حساس سفر د معلوماتو خپرېدل د امنیتي ګواښ لامل کېدای شي.

اسرائیلو او متحده عربي اماراتو په ۲۰۲۰ کال کې د ابراهیمي تړونونو له لارې رسمي اړیکې ټینګې کړې وې. د دواړو مشرانو وروستۍ لیدنه په داسې وخت کې شوې، چې په اسرائیلو کې د اکتوبر د ۲۰۲۳ برید په اړه د استخباراتي خبرداریو او د حکومت د احتمالي مسؤلیت په تړاو بحثونه بیا تود شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version