Home نړۍ زیلنسکي: د روسیې په بریدونو کې ملکي تاسیسات زیانمن شوي
نړۍ

زیلنسکي: د روسیې په بریدونو کې ملکي تاسیسات زیانمن شوي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي وایي، د روسیې د وروستیو بریدونو له امله د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې ملکي تاسیسات، د انرژۍ مرکزونه او استوګنیزې ودانۍ زیانمنې شوې دي.
زیلنسکي ویلي، د اوکراین په پلازمېنه کییف کې کییف-پاسازیرسکي رېل‌پټلۍ تمځای ډیپو، د معلوماتي او سوداګریزو مرکزونو ترڅنګ یو شمېر استوګنیزې ودانۍ زیانمنې شوې دي.
د هغه په وینا، د اودیسا په سیمه کې یوه ښوونیزه اداره، لیلیه او دوه بهرني بېړۍ هم د روسیې د شپنیو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.
زیلنسکي زیاتوي، چې کییف، دنیپرو، خارکیف، سومي، دونیڅک، زاپوریژیا، ژیتومیر، وولین او ریونې سیمې هم د تېرې شپې په بریدونو کې اغېزمنې شوې دي.
هغه وایي، په دغو بریدونو کې د انرژۍ تاسیساتو، برېښنا سب‌سټېشنونو، ملکي شرکتونو او استوګنیزو ودانیو ته زیان اوښتی دی.
د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي، چې د تېرې شپې په ترڅ کې د بالستیک توغندیو په ګډون یو شمېر توغندي شنډ شوي دي.
زیلنسکي د اوکراین د هوايي دفاع د پیاوړتیا په برخه کې د امریکا، ناروې، فرانسې او جرمني له مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د روسیې د پرله‌پسې بریدونو له امله باید د اوکراین د هوايي دفاع لپاره د توغندیو او نورو تجهیزاتو مرستې دوام ومومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version